افغانستان او پاکستان به د ۲۰۲۶ کال د پولیو ضد واکسیناسیون وروستی کمپاین د دسمبر له ۱۲مې تر ۱۸مې نېټې په یو وخت پیل کړي. پاکستان هڅه کوي چې د روان کال تر پایه له ۴۵ میلیونو ډېر ماشومان د پولیو پر وړاندې واکسین کړي. د پاکستان د بېړنیو عملیاتو ملي مرکز (NEOC) د معلوماتو له مخې، دغه کمپاین به د هېواد په ۱۶۷ ولسوالیو کې ترسره شي او له پنځو کلونو کم عمره ماشومان به یې په لړ کې واکسین شي. په دې کمپاین کې به تر ۴۰۰ زره ډېر روزل شوي روغتیايي کارکوونکي برخه واخلي. ماشومانو ته به د پولیو د واکسین له څاڅکو سره یوځای د ویټامین A مکملونه هم ورکړل شي. په پنجاب صوبه کې به له ۲۳،۳ میلیونو ډېر ماشومان په ۳۸ ولسوالیو کې واکسین شي، په داسې حال کې چې په سند ایالت کې به له ۱۰،۳ میلیونو ډېر ماشومان په ۳۰ ولسوالیو کې تر پوښښ لاندې راشي. په خیبر پښتونخوا کې به د واکسیناسیون کمپاین په ۳۷ ولسوالیو کې له ۷،۲۴۶ میلیونو ډېر ماشومانو ته واکسین ورکړل شي. په بلوچستان کې بیا ټاکل شوې چې له ۲،۶۲۹ میلیونو ډېر ماشومان په ۴۱ ولسوالیو کې واکسین شي. دا کمپاین به په اسلاماباد کې له ۴۴۷ زرو ډېر ماشومان، د ګلګت بلتستان په لسو ولسوالیو کې له ۲۷۹ زرو ډېر ماشومان او د ازاد کشمیر…
Quick facts
Timeline
-
Parstoday
افغانستان او پاکستان د ۲۰۲۶ کال د پولیو ضد واکسیناسیون وروستی کمپاین په یو وخت پیلوي
Sources
External sources
افغانستان او پاکستان د ۲۰۲۶ کال د پولیو ضد واکسیناسیون وروستی کمپاین په یو وخت پیلوي