د کرېکټ نړۍوالې شورا (ICC) مشر، جي شاه د افغانستان د کرېکټ د پخواني لوبغاړي شاپور ځدراڼ پر مړینه خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د نوموړي یاد به د افغانستان د نړیوال کرېکټ په پرمختګ کې د خپل مهم رول له امله تل ژوندی وي. هغه د ۲۰۱۵ په نړیوال جام کې د شاپور ځدراڼ د نه هېرېدونکې لوبې یادونه هم کړې ده. د ICC مشر د شاپور ځدراڼ له کورنۍ، دوستانو او د افغانستان د کرېکټ له ټولې کورنۍ سره خپله ژوره خواخوږي څرګنده کړې ده. ټاکل شوې د افغانستان د کرېکټ د ځلانده ستوري شاپور ځدراڼ جنازه نن (چارشنبه د جولای ۸مه) له هنده کابل ته راولېږدول شي. شاپور ځدراڼ له څو میاشتې سختې ناروغۍ وروسته، تېره ورځ د نژدې ۳۹ کلونو په عمر د هند په یوه روغتون کې ومړ. د بېلابیلو هېوادونو د کرېکټ له اوسنیو او پخوانیو لوبغاړو رانیولې تر پېژندل شویو مبصرینو، بېلابېلو لیګونو لوبېدونکو لوبډلو، د سپورت او هنر د برخو نوموتو څېرو، سیاسي مشرانو، سوداګرو او عامو کسانو پورې د هر پاړکي خلکو د شاپور ځدراڼ پر مړینه خواشیني ښودلې ده. په دې لړ کې د پاکستان پخواني چټک توب اچوونکي شعیب اختر شاپور ځدراڼ 'نه ډارېدونکی تېز بالر' بللی، چې د ده په وینا د نړۍ په نقشه کې یې د افغانستان د کرېکټ ځایولو کې مهم رول…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bbc
د شاپور ځدراڼ مړینې ته غبرګونونه: 'د ۲۰۱۵ نړیوال جام لوبه یې نه هېرېدونکې ده' – BBC News پښتو
سرچینې
External sources
د شاپور ځدراڼ مړینې ته غبرګونونه: 'د ۲۰۱۵ نړیوال جام لوبه یې نه هېرېدونکې ده' – BBC News پښتو