Englishافغانستانامنیتغور

پېښور محکمې د اتو افغان ډاکټرانو د ایستلو پرېکړه وځنډوله — AF International

DevelopingSecurityغور1 SourcesUpdated: 2026-11-26 14:31:32🎙 Listen to radio

د خیبر پښتونخوا عالي محکمې له پاکستانه د اتو افغان ډاکټرانو د ایستلو مخه نیولې او هغوی ته یې اجازه ورکړې چې د محکمې تر بل حکم پورې په خپلو روغتونونو کې عملي طبي زده‌کړو ته دوام ورکړي. محکمې د ۲۰۲۶ کال د ۱۶۴۸۰ شمېرې عریضې د اورېدنې پر مهال د غوښتونکو په ګټه لنډمهالی حکم صادر کړی او اړوندو لورو ته یې دوه اوونۍ وخت ورکړی چې خپل ځوابونه وړاندې کړي.د محکمې د حکم له مخې، د غوښتونکو د ایستلو بهیر به تر بلې پرېکړې ځنډول شوی وي او هغوی کولای شي په خپلو اړوندو روغتونونو کې خپلې عملي طبي زده‌کړې بشپړې کړي.د راپورونو له مخې، د غوښتونکو وکیل ابراهیم نور مغل د اورېدنې پر مهال محکمې ته حاضر شوی و. محکمې ویلي، چې د همدې موضوع په اړه یوه بله عریضه، چې ۱۵۸۴۲ شمېره لري، هم له مخکې تر غور لاندې ده او دواړه عریضې یې سره یوځای کړې دي.دا قضیه وروسته له هغې مطرح شوې چې د ایوب مېډیکل کالج اته افغان ډاکټرانو هم د خپلو ستونزو د حل لپاره محکمې ته مراجعه کړې وه.د افغان محصلانو د پخواني مشر غبرګونپه پاکستان کې د افغان محصلینو د ټولنې پخواني مشر صدیق شریعتي افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، د خیبر پښتونخوا عالي محکمې پرېکړه د افغان محصلینو لپاره ښه خبر دی، ځکه د زده‌کړو د دوام او عملي…

Quick facts

Locationغور
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-11-26 14:31:32

Timeline

  1. AF International

    پېښور محکمې د اتو افغان ډاکټرانو د ایستلو پرېکړه وځنډوله

Sources

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-11-26 12:17:23

پېښور محکمې د اتو افغان ډاکټرانو د ایستلو پرېکړه وځنډوله

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button