د کندهار ولایت د سپینبولدک له لارې له پاکستان څخه افغانستان ته د ستنېدونکو افغان کډوالو کورنیو شمېر یو ځل بیا زیات شوی او سیمهییزې سرچینې وايي چې هره ورځ له ۱۰ تر ۲۰ کورنۍ له دې لارې هېواد ته رادننه کېږي. دغه کډوال چې د پنجشنبې په ورځ د پاکستان له بلوچستان ایالت څخه هېواد ته راستانه شوي دي. یو شمېر یې که څه هم هېواد ته پر ستنېدو خوښي څرګندوي، خو د ژوند د اسانتیاوو د برابرولو غوښتنه کوي. یوه راستانه شوي کډوال وزیرمحمد آمو ته ویلي: «زموږ غوښتنه دا ده چې لا ډېر امنیت ټینګ شي او کډوالو ته ډېرې اسانتیاوې او هوساینه برابره شي. ستړي او ځورېدلي خلک له پاکستانه دې خوا ته راځي او هر څومره چې ورته ډېر امکانات برابر شي، هغومره به ښه وي.» یو بل راستون شوی کډوال عبدالرحمان بیا په ګاونډیو هېوادونو کې ژوند ستونزمن بولي او وايي: «افغانان په خپل وطن کې خوشاله دي. که څه هم په پردیسۍ کې به یې بېوزله ژوند درلود، خو په هر حال کې انسان په خپل وطن کې خوشاله وي. د نورو په خاوره کې خوشالي نشته، ځکه موږ دا وضعیت ولید او تجربه مو ترې واخیسته.» همداراز، یوه بل راستانه شوي کډوال حیاتالله ویلي چې هره ورځ ګڼې کورنۍ له پاکستانه افغانستان ته راستنېږي. بل لور ته، د کندهار د کډوالو او…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Amu TV
کندهار: له پاکستانه د کډوالو را ستنېدل بیا زیات شوي | آمو ټلویزیون
منابع
Afghan sources
کندهار: له پاکستانه د کډوالو را ستنېدل بیا زیات شوي | آمو ټلویزیون