Summary: د پنجشېر ولایت د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولین وايي چې د کانونو او پټرولیم وزارت د انجنیرانو او متخصصانو پنځه کسیز ټیم د یوې اوونۍ سروې په ترڅ کې د دغه ولایت په پریان ولسوالۍ کې د سرو زرو لرونکې پنځه کیلومتره سیمه تثبیت کړې ده. د یاد ولایت د کانونو او پټرولیم رئیس مولوي محمد قاسم امیري باختر اژانس ته ویلي، چې دغه ټیم په ابشار ولسوالۍ کې د بیروج او په شتل ولسوالۍ کې د فیروزې کانونه هم تر لومړنۍ سروې او کانتوربندۍ لاندې نیولي دي. په ورته وخت کې، د یاد ټیم غړي انجنیر رحمتالله دره وايي، چې د سروې، د معدني توکو د نمونو اخیستلو او د پایلو له ارزونې وروسته به د یادو کانونو د استخراج بهیر د پیل زمینه هم برابره شي.د یادونې وړ ده، چې د سرو زرو د استخراج کړنلاره د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري توشېح شوې او اوس مهال په پریان ولسوالۍ کې د سرو زرو دودیز استخراج د زر مینځلو او لاسي کار له لارې روان دی.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
پنجشېر کې د سرو زرو درلودونکې نوې سیمه تثبیت شوه