ارزګانافغانستانامنیتپښتو

ارزګان کې پنځه خبریالان تر لس ساعته پوښتنو ګروېږنو وروسته خوشې شول |… — Amu TV

روان خبرSecurityارزګان1 سرچینېتازه شوی: 2026-11-29 00:19:58🎙 راډیو واورئ

د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر محتسبانو پنځه سیمه‌ییز خبریالان نیولي او له شاوخوا لس ساعته پوښتنوګروېږنو وروسته یې بېرته خوشې کړي دي. د خپرو شویو راپورونو له مخې، دغه خبریالان د جمعې په ورځ د ترینکوټ ښار د مرکزي عیدګاه جومات د پرانیستې مراسمو ته د خبري پوښښ لپاره وربلل شوي وو. په دغو مراسمو کې د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر هم ګډون کړی و. د راپورونو پر بنسټ، احمدشاه جواد، احسان‌الله ولسمل، بریالی بریال منګل، سمیع‌الله رحماني او بریالی انصاري د یادو مراسمو د انځورونو او ویډیوګانو د اخیستلو او خپرولو په تړاو نیول شوي وو. سرچینې وایي، یاد خبریالان شاوخوا لس ساعته تر پوښتنو ګروېږنو وروسته خوشې شوي دي. دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې په افغانستان کې پر رسنیو او خبریالانو محدودیتونه د خبریالۍ د فعالیتونو پر وړاندې ګڼې ننګونې رامنځته کړې دي.

لنډ معلومات

ځایارزګان
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-11-29 00:19:58

مهالوېش

  1. Amu TV

    ارزګان کې پنځه خبریالان تر لس ساعته پوښتنو ګروېږنو وروسته خوشې شول | آمو ټلویزیون

سرچینې

Afghan sources

Amu TVPS
2026-11-28 19:40:55

ارزګان کې پنځه خبریالان تر لس ساعته پوښتنو ګروېږنو وروسته خوشې شول | آمو ټلویزیون

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button