افغانستانامنیتپښتوکونړ

معصوم ستانکزي په کونړ کې د ښوونځي ترڅنګ د چاودنې بې‌پرې څېړنې غوښتنه… — AF International

روان خبرSecurityکونړ1 سرچینېتازه شوی: 2026-11-29 02:50:49🎙 راډیو واورئ

د تېر جمهوري نظام د ملي امنیت پخواني ریيس معصوم ستانکزي په کونړ کې ښوونځي ته څېرمه نننۍ خونړۍ چاودنه غندلې او د یادې چاودنې د هر اړخیزې او بې‌پرې څېړنې غوښتنه یې کړې ده. هغه د یادې پېښې له امله د ګڼ شمېر زده‌کوونکو مرګ‌ژوبله «دردوونکې» بللې ده. ستانکزي (د لېندۍ ۷مه) پر اېکس پاڼه په یوه یادښت کې ټینګار کړی، ملګري ملتونه او طالبان مسوولیت لري چې دغه مرګونې پېښه په بشپړه او بې‌پرې توګه وڅېړي. نوموړي زیاته کړې، چې د یادې څېړنې موخه باید د پېښې د اصلي عاملینو پېژندل او عدالت ته د هغوی راکاږل وي.تر دې وړاندې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي او د پخواني حکومت د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د کونړ ولایت په مرکز اسعداباد ښار کې یوه ښوونځي ته نږدې چاودنه غندلې وه.په کونړ کې باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د شنبې په ورځ د اسعداباد ښار یوه ښوونځي ته څېرمه په شوې چاودنه کې لږترلږه ۳۲ ماشومان وژل شوي او ۱۲۴ نور کسان ټپیان شوي دي. سرچینې وایي، په وژل شویو کسانو کې د یوې کورنۍ څلور ماشومان هم شامل دي.دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع ویلي، د کونړ په اسعداباد ښار کې د ښوونځي ترڅنګ چاودنه کې لږ تر لږه ۱۰ تنه وژل…

لنډ معلومات

ځایکونړ
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-11-29 02:50:49

مهالوېش

  1. AF International

    معصوم ستانکزي په کونړ کې د ښوونځي ترڅنګ د چاودنې بې‌پرې څېړنې غوښتنه کړې

سرچینې

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-11-28 23:26:22

معصوم ستانکزي په کونړ کې د ښوونځي ترڅنګ د چاودنې بې‌پرې څېړنې غوښتنه کړې

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button