شبرغان (پژواک، ۱۸ چنګاښ ۱۴۰۵): د جوزجان د مرکز اوسېدونکې مرضیه د لبني محصولاتو د پلور له لارې د خپلې کورنۍ لګښتونه برابروي؛ خو په دې برخه کې ځينو ستونزو له ننګونو سره مخ کړې او د ملاتړ غوښتنه کوي. مرضیه هره ورځ مخکې له دې چې د شبرغان بازار خلاص شي، خپل کار پیلوي؛ غوا لوشي، مستې او پنیر تیاروي او بیا بازار ته ځي. دغه ښځه چې هيڅکله یې د زدهکړو فرصت نه دی موندلی، نږدې دوه لسیزې کېږي چې د غوا پر ساتلو او د لبنیاتو د محصولاتو په پلور د خپلې کورنۍ د ژوند د اړتیاوو برابرولو مسوولیت پر غاړه لري؛ هغه مسوولیت چې د مېړه له ناروغۍ وروسته پرې لا دروند شوی دی. مرضیه له ناروغ مېړه او څلورو اولادونو سره د جوزجان ولایت د مرکز شبرغان ښار اړوند د «یکهباغ» په کلي کې په یوه زاړه کور کې ژوند کوي. نوموړې هر سهار وختي له خوبه پاڅېږي، له لمانځه او د قرانکریم له تلاوت وروسته د خپل مېړه لپاره چې د نوموړې په وینا، شاوخوا لس کاله مخکې فلج شوی، سهارنۍ چمتو کوي. هغې وویل، خاوند ته له سهارنۍ ورکولو وروسته د کور ځینې چارې خپلو لوڼو ته سپاري او خپله د غوا خوا ته ورځي. د مرضیې چاودې شوي لاسونه د کلونو سخت کار او هڅو ښکارندویي کوي؛ نوموړې لومړی خپلې غوا ته…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Pajhwok
مرضیه؛ هغه ښځه چې د لبنیاتو د پلور له لارې د خپلې کورنۍ اړتياوې پوره کوي
منابع
Afghan sources
مرضیه؛ هغه ښځه چې د لبنیاتو د پلور له لارې د خپلې کورنۍ اړتياوې پوره کوي