د پاکستان د پنجاب ایالت اعلی وزیرې مریم نواز شریف ويلي، پنجاب د ګاونډ هېوادونو پر پرتله له ګاونډ ایالتونو څخه له ډېرو امنیتي ګواښونو سره مخ شوی دی. مریم نواز شریف د شنبې پر ورځ په لاهور کې یوې غونډې ته ویلي؛ هیله لري، چې د پنجاب خلک په بشپړ امنیت کې ویده شي. هغې ویلي:« له ګاونډ هېوادونو څخه پنجاب ته ګواښونه کم دي، خو له ګاونډ ایالتونو څخه ډېر دي.» نوموړې زیاته کړې، له همدې سیمو څخه پنجاب ته ترهګریز بریدونه کېږي. پنجاب په شمال او لویدیځ کې له خیبر پښتونخوا او بلوچستان، په سویل کې له سند ایالت او په ختیځ کې له هند سره ګډې پولې لري. د پنجاب د اعلی وزیرې دا څرګندونې په داسې حال کې راپورته کېږي، چې د پاکستان حکومت تل هند او د افغانستان اسلامي امارت د پاکستان په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې د ناامنۍ پر رامنځته کولو تورن کړي دي. د افغانستان اسلامي امارت دغه ادعاوې تل رد کړي او څرګندوي، چې په پاکستان کې ناامني د دغه هېواد د کورنیو ستونزو له کبله ده. متقي او ډېکارلو د افغانستان او ملګرو ملتونو پر همکاریو خبرې کړي له امریکا څخه شپږ ایستل شوي افغان او کیوبايي کډوالو ګویان ته ولېږدول شول د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، دا خبرې د دغه وزارت د بهرنیو چارو وزیر…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Ariananews
Afghanistan News Today – Breaking News, Politics, Sports & Live Updates | Ariana News
سرچینې
Afghan sources
Afghanistan News Today – Breaking News, Politics, Sports & Live Updates | Ariana News