Sportsافغانستانخوستدری

کرکټ؛ افغان اېلېون اوزبېکستان ته د ۱۹۹ منډو په توپير ماته ورکړه — Pajhwok

در حال تکمیلSportsخوست1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-07-10 10:22:09🎙 رادیو را بشنوید

خوست‌ښار (پژواک، ۱۹ چنګاښ ۱۴۰۵): په خوست کې د اوزبېکستان د کرکټ له ملي لوبډلې سره شل‌اوریزه دوستانه لوبه د ۱۹۹ منډو په توپیر افغان اېلېون لوبډلې وګټله. دغه سیالي نن له غرمې مخکې د زرګونو نندارچیانو په حضور کې ترسره شوه. افغان اېلېون لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکلو شلو اورونو کې یې د اوو لوبغاړو په سوځېدو ۳۲۳ منډې جوړې کړې. د اوزبېکستان ملي لوبډلې د ټاکلي هدف ترلاسه کولو په هڅه کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو ۱۲۴ منډې وکړې او لوبه یې د ۱۹۹ منډو په توپیر وبایلله. د افغانستان د کورني کرکټ مسوول محمدنظیم جار عبدالرحیمزي پژواک ته وویل، د افغانستان کرکټ بورډ او د اوزبېکستان د کرکټ فدراسیون ترمنځ د همکاریو هوکړه‌لیک لاسلیک شوی چې له مخې به یې افغانستان د خپلو تجربو او امکاناتو په کارولو د اوزبېکستان د کرکټ له ودې سره مرسته کوي. هغه زياته کړه، د همدغه هوکړه‌لیک پر بنسټ د دواړو لوبډلو ترمنځ دوستانه سیالي ترسره شوه چې د کرکټي اړیکو د پراختیا لپاره مهم ګام ګڼل کېږي. عبدالرحیمزي زیاته کړه: «د افغانستان د کرکټ بورډ به د اوزبېکستان د کرکټ فدراسیون د پرمختګ لپاره خپله قوه استعمالوي؛ یعنې موږ چې کوم تخنیکي کسان لرو، په تخنیکي برخه کې به هغوی ته روزنه ورکوو، که د هغوی کوچان وي، که امپایران، شورا، ټرېنران او یا هم لوبغاړي وي، کولی…

اطلاعات کوتاه

مکانخوست
موضوعSports
منابع1
به‌روزرسانی2026-07-10 10:22:09

خط زمانی

  1. Pajhwok

    کرکټ؛ افغان اېلېون اوزبېکستان ته د ۱۹۹ منډو په توپير ماته ورکړه

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-10 14:51:33

کرکټ؛ افغان اېلېون اوزبېکستان ته د ۱۹۹ منډو په توپير ماته ورکړه

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button