DiplomacyEnglishKabulافغانستان

ځمکې ښوېېدنې په فلیپین کې لږ تر لږه ۱۵ کسان مړه کړي — Pajhwok

DevelopingDiplomacyKabul1 SourcesUpdated: 2026-07-11 05:17:35🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۲۰ چنګاښ ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، په فلیپین کې د سختو بارانونو له امله د ځمکې ښوېېدنې په پېښو کې په داسې حال کې لږ تر لږه ۱۵ کسان مړه شوي، چې د «باوي» په نوم پیاوړی توپان د تایوان، جاپان او چین پر لور روان دی. د الجزیرې د راپور له مخې، د جمعې په سهار د فلیپین اړوند د سارانګاني ولایت د مالاپاتان ښار په یوه ځمکې ښوېېدنه کې ۱۰ کسان مړه شوي دي. همدارنګه، ځايي رسنیو راپور ورکړی چې د لاناو دل سور ولایت په بله ځمکې ښوېېدنه کې هم لږ تر لږه پنځو نورو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د مالاپاتان ښاروال سالوي سومبو جونیور ویلي، د قربانیانو یو شمېر د یوې کورنۍ غړي وو او د پرله‌پسې سختو بارانونو له امله د سیمې د ځینو برخو د خلکو د ایستلو لړۍ پیل شوې ده. د فلیپین د هواپېژندنې ادارې (PAGASA) ویلي، که څه هم چې د «باوي» توپان به په مستقیم ډول فلیپین ته داخل نه شي، خو ورسره تړلي باراني سیستمونه به د دغه هېواد په یو شمېر سیمو کې د سختو بارانونو، سېلابونو او د ځمکې ښوېېدنې خطر رامنځته کړي. دغه ځواکمن توپان تر دې مخکې د دوشنبې په ورځ د ارام سمندر په امریکا پورې اړوندو ګوام او شمالي ماریانا ټاپوګانو ته رسېدلی و او د زیربناوو…

Quick facts

LocationKabul
TopicDiplomacy
Sources1
Updated2026-07-11 05:17:35

Timeline

  1. Pajhwok

    ځمکې ښوېېدنې په فلیپین کې لږ تر لږه ۱۵ کسان مړه کړي

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-11 09:43:42

ځمکې ښوېېدنې په فلیپین کې لږ تر لږه ۱۵ کسان مړه کړي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button