Summary: د بغلان ولایت په مرکز پلخمري ښار کې درې ټنه تاریخ تېره او بې کیفیته خوراکي او غیرخوراکي توکي، چې د تېرو درېیو میاشتو په ترڅ کې راټول کړل شوي وو، وسوځول شول. د بغلان د صنعت او سوداګرۍ ریاست یو مسوول قاري محمدنعیم باختر اطلاعاتي اژانس ته وویل، چې یاد توکي د صنعت او سوداګرۍ ریاست په مشرۍ د ټاکل شوې کمېټې له لوري د ښار له بېلابېلو بازارونو څخه راټول کړل شوي وو.د نوموړي په وینا، په دغو توکو کې بېلابېل مشروبات، خوراکي مواد او د ښکلا وسایل شامل وو، چې د خلکو روغتیا ته یې زیان رساوه.په ورته وخت کې مسوولینو له هټیوالو وغوښتل، چې د خلکو د روغتیا خونديتوب په موخه د تاریخ تېرو او بې کیفیته توکو له پلور څخه په جدي توګه ډډه وکړي.د یادونې وړ ده، چې د بغلان د صنعت او سوداګرۍ ریاست د بازارونو د څارنې او د تاریخ تېرو توکو د راټولولو لړۍ په دوامداره توګه روانه ده.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
بغلان کې درې ټنه بې کیفیته خوراکي او غیرخوراکي توکي وسوځول شول
منابع
Afghan sources
بغلان کې درې ټنه بې کیفیته خوراکي او غیرخوراکي توکي وسوځول شول