Healthافغانستانبغلانپښتو

بغلان کې درې ټنه بې کیفیته خوراکي او غیرخوراکي توکي وسوځول شول — Bakhtar

روان خبرHealthبغلان1 سرچینېتازه شوی: 2026-07-11 07:07:50🎙 راډیو واورئ

Summary: د بغلان ولایت په مرکز پلخمري ښار کې درې ټنه تاریخ‌ تېره او بې ‌کیفیته خوراکي او غیرخوراکي توکي، چې د تېرو درېیو میاشتو په ترڅ کې راټول کړل شوي وو، وسوځول شول. د بغلان د صنعت او سوداګرۍ ریاست یو مسوول قاري محمدنعیم باختر اطلاعاتي اژانس ته وویل، چې یاد توکي د صنعت او سوداګرۍ ریاست په مشرۍ د ټاکل شوې کمېټې له لوري د ښار له بېلابېلو بازارونو څخه راټول کړل شوي وو.د نوموړي په وینا، په دغو توکو کې بېلابېل مشروبات، خوراکي مواد او د ښکلا وسایل شامل وو، چې د خلکو روغتیا ته یې زیان رساوه.په ورته وخت کې مسوولینو له هټیوالو وغوښتل، چې د خلکو د روغتیا خونديتوب په موخه د تاریخ‌ تېرو او بې ‌کیفیته توکو له پلور څخه په جدي توګه ډډه وکړي.د یادونې وړ ده، چې د بغلان د صنعت او سوداګرۍ ریاست د بازارونو د څارنې او د تاریخ ‌تېرو توکو د راټولولو لړۍ په دوامداره توګه روانه ده.

لنډ معلومات

ځایبغلان
موضوعHealth
سرچینې1
تازه شوی2026-07-11 07:07:50

مهالوېش

  1. Bakhtar

    بغلان کې درې ټنه بې کیفیته خوراکي او غیرخوراکي توکي وسوځول شول

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-07-11 05:33:26

بغلان کې درې ټنه بې کیفیته خوراکي او غیرخوراکي توکي وسوځول شول

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button