طالبانو په افغانستان کې بند پاتې پاکستاني محصلانو ته د تورخم له لارې خپل هېواد ته د ستنېدو اجازه ورکړي ده. پاکستاني محصلانو ویلي، چې طالبانو تېره شپه ۶۸ تنو ته اجازه ورکړه، څو د تورخم له لارې خپل هېواد ته داخل شي. د اسنادو څېړنه ښيي چې له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو پراخ بېرته راستنېدل د نفوسو د دې ناڅاپي زیاتوالي اصلي لامل دی او اوس دا اټکل د مرستندویه بنسټونو د پروګرامونو اساس ګرځېدلی دی. د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې، د ۲۰۲۳ کال له وروستیو راهیسې تر اوسه له ۵ میلیونو زیات افغانان له ایران او پاکستان څخه په جبري او داوطلبانه توګه هېواد ته ستانه شوي دي، چې دې چارې د افغانستان د نفوسو جوړښت او بشري اړتیاوې بدلې کړې دي. د نفوسو دا ارقام په بېلابېلو بنسټونو کې توپیر لري؛ د ملګرو ملتونو د نفوسو د برخې سټنډرډ وړاندوینه په ۲۰۲۶ کال کې د افغانستان نفوس شاوخوا ۴۵ میلیونه ښيي، په داسې حال کې چې د طالبانو د احصایې او معلوماتو ملي ادارې تر دې وړاندې د هېواد نفوس ۳۷،۲ میلیونه اټکل کړی و، چې ۵۱ سلنه یې نارینه او ۴۹ سلنه یې ښځې دي. کارپوهان وايي دا توپیر د محاسبې په کړنلارو او د ارقامو په کارولو کې دی؛ اوچا د مرستو لپاره د هېواد دننه شته نفوس او راستانه…
Quick facts
Timeline
-
AF International
لسګونه پاکستاني محصلان د تورخم له لارې خپل هېواد ته ستانه شول
Sources
Afghan sources
لسګونه پاکستاني محصلان د تورخم له لارې خپل هېواد ته ستانه شول