افغانستانامنیتبلخپښتو

پر ایراني بندرونو د امریکا بریدونو افغان سوداګري له ننګونو سره مخ کړې… — Amu TV

روان خبرSecurityبلخ1 سرچینېتازه شوی: 2026-07-11 19:08:02🎙 راډیو واورئ

د ایران پر چابهار او عباس بندرونو د امریکا وروستیو بریدونو د افغانستان د سوداګرۍ یو له کلیدي مسیرونو څخه اغېزمن کړی او د سوداګرو پر وړاندې یې نوې ننګونې راولاړې کړې دي. د پنجشنبې په ورځ سهار وختي د چابهار بندر د سمندري ترافیکو د کنټرول پر برج د امریکا تر برید وروسته، هندي رسنیو «دی ټایمز اف انډیا» او «ان‌بي‌ټي» راپور ورکړی چې دا بریدونه د ډیلي لپاره لوی سټراټېژیک زیان دی او له پاکستان پرته افغانستان او منځنۍ اسیا ته د هند لاسرسی له ستونزو سره مخ کوي. په ایران کې د افغانستان د سفارت پخوانی سوداګریز اتشې، عبدالهادي فرهنګ وایي چې په چابهار کې د شهید بهشتي او شهید کلانتري پر دوو اسکلو او د بېړیو د لارښوونې پر برج بریدونه به د افغانستان پر صادراتو او وارداتو بد اغېز وکړي. د نوموړي په وینا، تر ټولو بنسټیزې ستونزې په بندر عباس کې دي، ځکه د افغانستان د صادراتو او وارداتو لویه برخه کټ مټ له همدې لارې ترسره کېږي. د صنایعو او کانونو خونه هم تاییدوي چې افغانستان له چابهار څخه کم خو له بندر عباس څخه ډېره راکړه ورکړه لري؛ بلخوا د اقتصادي چارو کارپوه عبدالظهور مدبر وایي د چابهار بندر کارول د دې لامل کېږي چې افغانستان له هند، خلیج هېوادونو، افریقا، مالیزیا او اندونیزیا سره مستقیمه سوداګري ولري. دا په داسې حال…

لنډ معلومات

ځایبلخ
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-07-11 19:08:02

مهالوېش

  1. Amu TV

    پر ایراني بندرونو د امریکا بریدونو افغان سوداګري له ننګونو سره مخ کړې | آمو ټلویزیون

سرچینې

Afghan sources

Amu TVPS
2026-07-11 09:54:57

پر ایراني بندرونو د امریکا بریدونو افغان سوداګري له ننګونو سره مخ کړې | آمو ټلویزیون

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button