افغانستانامنیتدریکندهار

کندهار کې یوې ښځې خپل مېړه وژلی — Pajhwok

در حال تکمیلSecurityکندهار1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-07-12 09:37:31🎙 رادیو را بشنوید

کندهار (پژواک، ۲۱ چنګاښ ۱۴۰۵): د کندهار امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په مرکز کې یو سړی چې تازه یې واده کړی و، د خپلې ښځې له خوا د چاقو په ګوزارونو وژل شوی دی. د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ملا اسدالله جمشید د یکشنبې په ورځ پژواک ته وویل، پېښه تېره شپه د کندهار ښار د دوولسمې امنیتي حوزې اړوند د نازک کوټۍ سیمه کې شوې ده. هغه زیاته کړه، وژل شوی کس د فراه ولایت اصلي اوسېدونکی و او شاوخوا دوه میاشتې مخکې یې واده کړی و. د نوموړي په خبره چې دغه کس ته یې لومړی په خوراک کې بې‌هوښه کوونکي توکي ورکړي او وروسته یې د چاقو په ګوزارونو وژلی دی. ده وویل، یاده ښځه له پېښې وروسته تښتېدلې خو اړوندو کورنیو ویلي چې مخکې د هغوی ترمنځ کومه ستونزه نه وه. د امنیې قوماندانۍ ویاند د دې پېښې په اړه د لا زیاتو پلټنو خبر ورکړی دی.

اطلاعات کوتاه

مکانکندهار
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-07-12 09:37:31

خط زمانی

  1. Pajhwok

    کندهار کې یوې ښځې خپل مېړه وژلی

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-12 14:05:30

کندهار کې یوې ښځې خپل مېړه وژلی

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button