کابل (پژواک، ۲۱ چنګاښ ۱۴۰۵): د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي، روان ۱۴۰۵ کال کې د تېر کال په نسبت په افغانستان کې تر کښت لاندې ساحه د پر وخت ورښتونو او مناسبو اقلیمي شرایطو له امله ۱۰٫۲ سلنه زیاته شوې ده. د احصایې او معلوماتو عمومي ادارې خبرپاڼه کې راغلي چې د ریموټ سنسنګ ټکنالوجۍ او سپوږمکیزو انځورونو د تحلیل او ارزونې پر بنسټ، په ۱۴۰۵ کال کې د هېواد د اوبیزو او للمي کرنیزو ځمکو تر کښت لاندې سیمې تثبیت کړې دي چې پر بنسټ یې ټوله کرنیزه ځمکه څه باندې ۳ میلیونه هکټاره ده چې له دې ډلې ۲٫۱ میلیونه هکټاره اوبیزه او نږدې ۸۷۴ زره هکټاره للمي ځمکه ده. سرچینه دغهراز زیاتوي، ارزونې ښيي چې په روان ۱۴۰۵ کال کې د ۱۴۰۴ کال په پرتله د هېواد تر کښت لاندې سیمو کې ۱۰٫۲ سلنه زیاتوالی راغلی دی چې په اوبیزو کښتونو کې ۳ سلنه او په للمي کښتونو کې ۳۳ سلنه زیاتوالی ثبت شوی دی. یادې ادارې لیکلي، دا زیاتوالی روان کال د پر وخت ورښتونو او مناسبو اقلیمي شرایطو له امله راغلی دی. خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د ولایتونو په کچه، په ۱۴۰۵ کال کې تر ټولو ډېر اوبیز کښت (څهباندې ۲۶۲ زره هکټاره) په هلمند ولایت کې شوی له هغې وروسته کندهار د نږدې ۱۶۳ زره هکټاره، هرات د نږدې ۱۵۷ زره…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Pajhwok
سږ کال په افغانستان کې تر کښت لاندې ساحه ۱۰٫۲ سلنه زیاته شوې ده
منابع
Afghan sources
سږ کال په افغانستان کې تر کښت لاندې ساحه ۱۰٫۲ سلنه زیاته شوې ده