د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي ټي پي) د خيبرپښتونخوا په بونېر ولسوالۍ کې د يوه پوليس افسر د وژلو مسووليت منلی او ادعا یې کړې چې په سوات کې یې د پاکستان امنیتي ځواکونو یوه ډرون څرخکه راغورځولې ده. د خیبر پښتونخوا په سوېلي وزیرستان ولسوالۍ کې پولیسو د ډرون څرخکې په برید کې د یوه ځايي ښوونځي د ښوونکي پر وژل کېدو رسمي بښنه غوښتې او یاد کور ته یې په ننواتې جرګه ور لیږلې ده. ځايي خلک وايي چې د شنبې په ورځ د سوېلي وزیرستان په لدها تحصیل کې د پولیسو د ډرون څرخکې په برید کې د یوه عام وګړي کور په نښه شوی و چې په پایله کې یې د ځايي ښوونځي ښوونکی محمد نواز خان ووژل شو او دوه ماشومان یې ټپیان شول. په وزیرستان کې یوه ځايي خبریال افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د یکشنبې په ورځ د ځايي پولیسو ایسایچاو، تحصیلدار او قبایلي مشرانو د قبایلي دود او دستور له مخې د مقتول کور ته د ننواتې په توګه ورغلل او له ځان سره یې څلور وزې هم وړې وې. د ځايي خبریالانو په وینا، د مقتول د کورنۍ مشرانو، د پولیسو او ولسوالۍ د ادارې ننواتې قبوله کړې ده. په سویلي او شمالي وزیرستان کې له دې وړاندې هم خلکو پر امنیتي ادارو نیوکې کړې دي، چې په ډرون بریدونو کې…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
ټيټيپي په بونېر کې د يوه پوليس افسر د وژلو او په سوات کې د ډرون څرخکې راغورځولو ادعا کړې
سرچینې
Afghan sources
ټيټيپي په بونېر کې د يوه پوليس افسر د وژلو او په سوات کې د ډرون څرخکې راغورځولو ادعا کړې