Kabulافغانستانامنیتپښتو

اندونیزیا کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۱۳ کسانو ژوند له لاسه… — Pajhwok

روان خبرSecurityKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-07-13 05:07:37🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، ۲۲ چنګاښ ۱۴۰۵): د اندونیزیا په جاوا ټاپو کې د واده مراسمو یوه موټر له دوو نورو باروړونکو موټرو سره ټکر کړی چې له امله یې لږ تر لږه ۱۳ کسان مړه او پنځه نور ټپیان شوي دي. اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس راپور ورکړی چې دغه پېښه پرون ماښام د شمالي ساحلي لویې لارې پر سر، د ایندرامایو ولسوالۍ د «کیاجاران کولون» کلي ته څېرمه شوې ده. پولیسو ویلي چې قربانیان په یوه ګاونډي کلي کې د واده له مراسمو تر ګډون وروسته په یوه خلاص باروړونکي موټر کې خپلو کورونو ته ستنېدل چې له دې پېښې سره مخ شوي دي. د سیمې د ترافیک پولیسو مشر اوندانګ شاریف هدایت ویلي چې د ټکر شدت د دې لامل شو څو د مېلمنو لېږدوونکی موټر د سړک مقابل لوري ته وغورځېږي او هلته له یوه بل باروړونکي موټر سره هم ټکر وکړي. هغه زیاته کړې چې د ټکر د شدت له امله تر لسو ډېر سپاره د موټر له باډۍ د لویې لارې منځ ته غورځېدلي دي. د اسوشیټېډ پرېس د راپور له مخې، د دې پېښې پنځه ټپیان چې ټپونه یې له سپکو تر سختو پورې دي، په روغتون کې تر درملنې لاندې دي او د پېښې د کره لامل په اړه څېړنې کېږي.

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-07-13 05:07:37

مهالوېش

  1. Pajhwok

    اندونیزیا کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۱۳ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-13 09:36:08

اندونیزیا کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۱۳ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button