Summary: د پروان د سیاګرد (غوربند) ولسوالۍ د فرنجل په سیمه کې یوه لرغونې تاریخي سیمه چې د کافر کلا په نوم یادېږي او لرغونتوب یې له میلاد څخه شاوخوا ۳۰۰ کاله مخکې ته رسېږي، د لومړي ځل لپاره د تاریخي ابداتو په لېست کې ثبت شوه. د پروان د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي شمس الحق صدیقي باختر اطلاعاتي اژانس ته ویلي، چې یاده کلا د یوې غونډۍ پر سر په ډېر ستراتیژیک ځای کې رغول شوې ګڼ شمیر امنیتي برجونه، یوه د ننوتلو لویه دروازه او لوړ دفاعي دېوالونه لري، چې د خپل وخت د پوځي او دفاعي موخې لپاره به ترې ګټه اخیستل کېده.نوموړي د سیمې له مشرانو غوښتي، چې د تاریخي سیمو د ثبت په برخه کې له یاد ریاست سره همکارۍ ته دوام ورکړي څو د غير قانوني کيندنو څخه يې په ښه توګه مخنيوې وشي.د یادې کلا د غره په لمن کې، د فرنجل سیند ته څیرمه، پر یوې سترې ډبرې یو امنیتي برج هم لیدل کېږي، چې د سیمې اوسېدونکي وایي، پخوا به د همدې برج له لارې د کلا اوسېدونکو لپاره د اړتیا وړ اوبه برابرېدې. د دوی په وینا د کافر کلا په شمال کې یوه لرغونې کلیواله سیمه موقعیت لري، چې د بودا کلي په نوم یادېږي او په وینا یې، پخوا به د دغه کلي یو شمېر کورنیو د علي جم خلکو د بریدونو پر مهال د همدې برج دننه پناه اخیسته.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
پروان کې له میلاد څخه ۳۰۰ کاله وړاندې جوړه شوې کلا ثبت شوه