EnglishPoliticsافغانستانپنجشېر

میدان وردګو کې د خبریالانو لپاره سمینار جوړ شو — Bakhtar

DevelopingPoliticsپنجشېر1 SourcesUpdated: 2026-07-14 19:22:47🎙 Listen to radio

Summary: د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معینیت له لوري په میدان وردګو کې د خبریالانو، لیکوالانو او قلموالو د فکري، عقیدوي او مسلکي ظرفیت لوړونې په موخه سمینار جوړ شو. په دغه سمینار کې د میدان وردګو د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي حبیب‌الله مجاهد ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، چې رسنۍ، خبریالان، لیکوالان او قلموال باید د حقایقو په بیانولو کې دقت وکړي. نوموړي زیاته کړه، په دغه ولایت کې د رسنیو او امارتي ادارو ترمنځ ښه همغږي موجوده ده او رسنۍ خپل مسوولیتونه په ښه توګه ترسره کوي. ورته مهال د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معین مهاجر فراهي وویل، چې د تېر اشغال پېښې او اغېزې باید ولس ته په روښانه ډول بیان شي. هغه همدارنګه ټینګار وکړ چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه دې د علماوو او اړوندو مسوولینو له لارې عامه پوهاوی زیات او د ناسمو دودونو زیانونه دې خلکو ته تشریح شي. همدارنګه پر ټولنیزو رسنیو د څار رئیس مولوي صفي‌الله رائد وویل، قلموال باید د تعصب، قوم‌پالنې او ژبنیو اختلافاتو پر وړاندې د حق غږ پورته کړي. نوموړي ځوانان د هېواد د راتلونکي مهم ځواک وباله او ویې ویل، د علم، څېړنې، نوښت او خدمت په برخه کې د هغوی ونډه د ټولنې د پرمختګ لپاره ارزښتناکه ده. په پای کې د اداري چارو عمومي رئیس شیخ نورالحق انور هم په خپلو خبرو کې وویل، اسلام د انسان‌ جوړونې دین دی او رسنۍ باید د اسلامي او ټولنیزو ارزښتونو پیاوړتیا او د ټولنې یووالي لپاره رغنده رول ولوبوي. هېره دې نه وي چې له دې وړاندې په پروان، کاپیسا او پنجشېر ولایتونو کې ورته سمینارونه جوړ شوي دي.

Quick facts

Locationپنجشېر
TopicPolitics
Sources1
Updated2026-07-14 19:22:47

Timeline

  1. Bakhtar

    میدان وردګو کې د خبریالانو لپاره سمینار جوړ شو

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-07-14 16:34:55

میدان وردګو کې د خبریالانو لپاره سمینار جوړ شو

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button