Newsافغانستانپښتو

هند له افغان راستنېدونکو سره د نږدې ۲۳ ميلیونه افغانیو په ارزښت مرسته… — Bakhtar

روان خبرNews1 سرچینېتازه شوی: 2026-07-14 19:22:49🎙 راډیو واورئ

Summary: د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې له افغانستان سره د مرستو پر دوام د هند سفارت له دغه وزارت سره د راستنېدونکو د لومړیو اړتیاوو پوره کولو په موخه د شاوخوا ۲۲ میلیونه ۶۰۵ زره افغانیو پر ارزښت د ۱۵۰۰ خېمو مرسته وکړه. یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې د دغو مرستو له کبله مننه کړې او ویلي یې دي، چې دغه خېمې به تر ارزونې وروسته په عادلانه ډول مستحقو راستنو شویو کورنیو ته ووېشل شي. همدارنګه یاد وزارت له ټولو هغو مرستندویو هېوادونو او موسسو څخه، چې له زیانمنو کورنیو او راستنېدونکو سره مرستې کوي، مننه وکړه او د ورته مرستو د دوام هیله یې څرګنده کړه، تر څو د راستنېدونکو کورنیو د ژوند ښه ‌والي کې مرسته وکړي.

لنډ معلومات

موضوعNews
سرچینې1
تازه شوی2026-07-14 19:22:49

مهالوېش

  1. Bakhtar

    هند له افغان راستنېدونکو سره د نږدې ۲۳ ميلیونه افغانیو په ارزښت مرسته وکړه

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-07-14 11:36:03

هند له افغان راستنېدونکو سره د نږدې ۲۳ ميلیونه افغانیو په ارزښت مرسته وکړه

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button