ځايي سرچينو د سېشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۳مه) افغانستان انټرنشنل ته ويلي، چې طالبانو له مخکنۍ خبرتیا پرته په هرات کې د شيعه جوماتونو امنيتي ساتونکي بېوسلې کړي دي. د سرچينو په وينا، دې اقدام د دغه ولايت د شيعه جوماتونو او لمونځ کوونکو د امنيت په اړه اندېښنې راپارولي دي. د ټورنټو سټار شبکې د سېشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۳مه) په خپل یوه راپور کې ویلی، یونسي غوښتل، چې په کاناډا کې له خپلې کورنۍ سره یو ځای شي، خو اوتاوا د دغه جواز له ورکولو ډډه کړې او له همدې امله امریکایي چارواکي هغه نه خوشې کوي. د یونسي مور شفیقه جلالي چې په ټورنټو کې اوسېږي وایي، زوی یې یوازې د دوو یا درېیو دقیقو لپاره د ټېلیفون اجازه لري او دوی اندېښمن دي، چې هسې نه هغه بېرته افغانستان ته وشړل شي. د یونسي مدافع وکیلې ایرین سیمپسون ویلي، چې دا ځوان په کاناډا کې د کورنۍ د غړو د لرلو له امله د پناه غوښتنې وړتیا لري، خو د کاناډا د حکومت د پرېکړې پر وړاندې د هغوی غوښتنه اوس په فدرال محکمه کې تر څېړنې لاندې ده. یونسي دا مهال د هوسټن په شمال کې د «آیاېاېچ پولک» په توقیف ځای کې ساتل کېږي. محمد یونسي په افغانستان کې اقتصاد لوستی وو او د کډوالۍ نړیوال سازمان او د رازي په نوم…
Quick facts
Timeline
-
AF International
سرچينې: طالبانو په هرات کې د شيعه جوماتونو امنيتي ساتونکي بېوسلې کړي دي
Sources
Afghan sources
سرچينې: طالبانو په هرات کې د شيعه جوماتونو امنيتي ساتونکي بېوسلې کړي دي