د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې امیرخان متقي د یو پلاوي په مشرۍ د چارشنبې په ورځ د قطر د پخواني امیر پر مړینه د غمرازۍ لپاره دوحې ته لاړ. طالبانو ویلي، متقي په دوحه کې له ځینو لوړپوړو قطري چارواکو سره لیدني هم کړې دي. په کراچۍ کې د طالبانو قنسول عبدالجبار تخاري د چهارشنبې په ورځ په یوه ویډیویي پیغام کې وویل، په سند ایالت کې د افغان محصلینو د ویزو موده پای ته رسېدلې خو تر اوسه له کومې جدي ستونزې سره نه دي مخ شوي. خو نوموړي زیاته کړه چې د پاکستان په نورو ایالتونو کې افغان محصلین د قانوني ویزو د نشتوالي له امله د نیول کېدو او ایستل کېدو له ګواښ سره مخ دي ځکه د پاکستان حکومت د هغوی ویزې نه دي تمدید کړې. د دغه وضعیت په دوام، په پاکستان کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته تایید کړې چې پولیسو په پنجاب ایالت کې ۱۳ افغان ډاکټران او یو د طب پوهنځي محصل نیولي او د ایستلو مرکز ته یې لېږدولي دي. د معلوماتو له مخې، دغو کسانو شاوخوا یو کال وړاندې د خپلو ویزو د تمدید غوښتنه کړې وه، خو د پاکستاني چارواکو له لوري ورته هېڅ ځواب نه و ورکړل شوی. د طالبانو د کډوالو وزارت هم تېره اونۍ ویلي و چې پاکستان یو شمېر افغان ډاکټران تر بند…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
امیرخان متقي د قطر د پخواني امیر تر مړینې درې ورځې وروسته دوحې ته لاړ
منابع
Afghan sources
امیرخان متقي د قطر د پخواني امیر تر مړینې درې ورځې وروسته دوحې ته لاړ