افغانستانامنیتپښتوهرات

له هرات نه ایران ته د غوښو درېیمه جوپه ولېږدول شوه — AF International

روان خبرSecurityهرات1 سرچینېتازه شوی: 2026-07-15 13:07:23🎙 راډیو واورئ

د هرات سوداګر وايي ایران ته یې د پسونو د ۱۰۰ ټنه غوښو د صادراتو له تړون څخه نن درېیمه جوپه غوښه دغه هېواد ته صادر کړه. د د قراردادي شرکت مسولان وایي، تر دې مهاله ایران ته ۳۰ ټنه غوښه صادر کړې ده. ځايي سرچینو د چهارشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو استخباراتي ځواکونو په پوځي موټرو کې د فیروزکوه ښار په اتوس سفلا کلي کې پر کورونو او د خلکو پر کارځایونو چاپه وهلي او شاوخوا ۱۳ تنه یې له ځان سره بیولي دي. د سرچینو په وینا، په نیول شویو کسانو کې لږ تر لږه درې تنه د تېر جمهوري نظام مامورین دي چې د کرنې، کار او ټولنیزو چارو او ملي بانک په ریاستونو کې یې دندې لرلې او له خپلو کارځایونو څخه نیول شوي دي. په ورته مهال د زرغون بهیر سیاسي غورځنګ په یوه اعلامیه کې ویلي چې طالبانو په غور کې لسګونه ځوانان د دغه بهیر په «شنه قطعه" کې د غړیتوب په تور نیولي دي. خو زرغون بهیر په رسمي ډول د دغو نیول شویو کسانو غړیتوب نه دی تایید کړی او ویلي یې دي چې د طالبانو دا جنایت تر څار لاندې لري. بل خوا، د غور شاوخوا ۲۰ تنو قومي مشرانو د طالبانو له والي سره لیدلي او د دغو کسانو د خوشې کولو غوښتنه یې…

لنډ معلومات

ځایهرات
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-07-15 13:07:23

مهالوېش

  1. AF International

    له هرات نه ایران ته د غوښو درېیمه جوپه ولېږدول شوه

سرچینې

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-07-15 11:00:12

له هرات نه ایران ته د غوښو درېیمه جوپه ولېږدول شوه

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button