راشد خان چې د یو مخابراتي شرکت په بلنه ننګرهار ته سفر کړی وو درسنیوله استازو او ځوانانو سره په ګډه ناسته کې وویل. په ۲۴ ساعتونوکې درې ساعته دهغه اړمنو هیوادوالوسره په مرسته تیروي چې غواړي خپل ناروغان ددرملنې لپاره هندوستان هیواد ته ولیږدوي په همدې اړوند سلګونه پیغامونه وررسیږي او دی هم دهغه اړیکو نه په ګټه اخیستنه چې په هندوستان هیواد کې یې لري. له اړمنو سره ددغه هیواد دویزو په تر لاسه کولو کې مرسته کوي، راشد خان وویل، غواړي له خپلې شخصي پانګې نه په ننګرهار کې د «خان روغتون» په نوم یوپرمختللی او مجهز روغتون او همدارنګه دکرکټ یو نړیوال معیاري لوبغالی او د ځوانانوروزنې لپآره یوه ښوونیزه اکاډمي جوړه کړي. راشد خان وویل، خپل دویم نوم«تخلص» یې ددې لپاره په خان واړاوه چې په یوې سیمې پورې تړلی پاتې نه شي. او د ټول هیواد نوم ورسره یاد شي. راشد خان په ننګرهار کې له ۲۴ ساعتونو تیرولو وروسته بیرته کابل اوله هغه ځایه کندهار ولایت ته ولاړ
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Parstoday
دکرکټ نړیوال ستوری راشد خان غواړي په ننګرهار ولایت کې یو روغتون اودکرکت لوبغالی او اکاډمي جوړه کړي.
منابع
External sources
دکرکټ نړیوال ستوری راشد خان غواړي په ننګرهار ولایت کې یو روغتون اودکرکت لوبغالی او اکاډمي جوړه کړي.