یو شمېر نوي ځوانان او په کابل کې مېشت ځوان کول وایي چې د روحي او جسمي روغتیا د ساتلو او د ژوند د بېلابېلو فشارونو څخه د خلاصون په موخه یې ورزش ته مخه کړې ده. د دوی په وینا، ورزش نه یوازې د انسان د بدن روغتیا تضمینوي، بلکې په ځان باور زیاتوي او د ژوند د دوام لپاره نوې انګېزه بښي. کابل کې د فوټبال په یوه کلب کې هره ورځ لسګونه ماشومان او نوي ځوانان په تمرینونو بوخت دي. په دغو لوبغاړو کې ځینې د خپلې روغتیا د ساتلو لپاره ورزش کوي، خو د ډېری نورو په زړونو کې بیا د ملي لوبډلې او د نړۍ په کچه د لویو فوټبال کلبونو د غړیتوب خوبونه او هیلې راټوکېدلې دي. علي چې یو له دغو ځوانو ورزشکارانو څخه دی وایي: « ورزش زموږ د زړه، سږو او د ټول بدن روغتیا ساتي او نه پرېږدي چې موږ ژر زاړه شو.» بلخوا محمد عثمان بیا غواړي ملي لوبډلې ته لاره پیدا کړي او وایي: «په افغانستان کې د فوټبال میدانونه کم دي، خو ما غوښتل د فوټسال تمرین وکړم ترڅو وکولی شم په ملي لوبډله کې ګډون وکړم.» ورته مهال وهاب محمدي هم د خپلې راتلونکې لپاره سترې هیلې لري او وایي: «زما لوی هدف دادی چې د لیونل مسي کچې ته ځان ورسوم او د بارسلونا په…
Quick facts
Timeline
-
Amu TV
کابل کې ځوانان وايي ورزش کې مو د ژوند د هیلو نوې لاره موندلې | آمو ټلویزیون
Sources
Afghan sources
کابل کې ځوانان وايي ورزش کې مو د ژوند د هیلو نوې لاره موندلې | آمو ټلویزیون