د اروپايي ټولنې د کډوالۍ کمېشنر مګنوس برونر د طالبانو د یوه پلاوي او د اروپايي کمېسیون د چارواکو ترمنځ د لیدنې د برابرولو له امله د اروپايي پارلمان لهخوا د وضاحت ورکولو لپاره وربلل شوی دی. د دغه روغتون د بنسټ ډبرې اېښودلو په مراسمو کې د یاد وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال عبدالولي حقاني وویل چې دا وزارت هڅه کوي هغو لرې پرتو سیمو ته روغتیایي خدمات ورسوي چې خلک یې مناسبو صحي خدماتو ته لاسرسی نه لري. هغه زیاته کړه چې د طالبانو د مشر د ځانګړي حکم له مخې د هېواد په ټولو ولسوالیو کې د «جياېچ» روغتونونه جوړېږي ترڅو ناروغان په خپلو ولسوالیو کې روغتیایي خدماتو ته لاسرسی ومومي او د درملنې لپاره مرکزونو ته له تګ څخه بېنیازه شي. د چارواکو په وینا، د تڼیو ولسوالۍ دغه ۵۰ بستریز روغتون په پنځه جریبه ځمکه کې د ټولو اړینو اسانتیاوو او معیاري تجهیزاتو په درلودلو سره جوړېږي چې رغنیزې چارې به یې په ۱۸ میاشتو کې بشپړې شي. دغه راز عبدالولي حقاني څرګنده کړه چې د خوست په ملکي او تخصصي روغتون کې د عصبي جراحۍ او ارتوپېډۍ د خدمتونو د نشتوالي ستونزې د حل لپاره نوی تشکیل منظور شوی او په نږدې راتلونکي کې به ورته متخصصین وګومارل شي. حقاني همدارنګه وویل چې د روغتیایي خدمتونو د پراختیا په موخه د خوست…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
د طالب پلاوي د بروکسل له سفر وروسته د اروپايي ټولنې د کډوالۍ کمېشنر پارلمان ته وربلل شوی
منابع
Afghan sources
د طالب پلاوي د بروکسل له سفر وروسته د اروپايي ټولنې د کډوالۍ کمېشنر پارلمان ته وربلل شوی