Kabulافغانستانامنیتپښتو

کوز دیر کې درې پولیس وژل شوي، بنو کې موټربم برید څلور کسان… — Pajhwok

روان خبرSecurityKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-07-16 04:57:10🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، ۲۵ چنګاښ ۱۴۰۵): د خیبر پښتونخوا په کوز دیر کې د وسلوالو په برید کې درې پولیس وژل شوي او څلور نور ټپیان دي او په بنو کې د پولیسو پر یوې ‌تاڼې موټربم برید څلور کسان ټپیان کړي او نږدې کورونو او هټیو ته یې زیان اړولی دی. د کوز دیر پولیس وایي، برید د حیدر ټاپ په سیمه کې هغه مهال شوی، چې د پولیسو یوه ډله د پلټنې او هدفي عملیاتو پر لور روانه وه. د پولیسو د خبرپاڼې له مخې، وسلوالو پر یادې ډلې ډزې کړې، چې په پایله کې یې درې پولیس وژل شوي او څلور نور ټپیان دي. يو پوليس افسر بي‌بي‌سي ته ویلي، وسلوال له وړاندې په کمين کې ناست وو او د ډزو تر څنګ يې لاسي بمونه هم کارولي دي. د ځایي پولیسو په خبرپاڼه کې د جزییاتو له ورکولو پرته راغلي چې بریدګرو ته هم مرګ‌ژوبله اوښتې ده. دغه را د بنو سیمې پوليسو ویلي چې وسلوالو کسانو پر مريان تاڼې د چاودېدونکو توکو ډک موټر په وسيله بريد کړی، چې له امله يې زوروره چاودنه شوې ده. بي‌بي‌سي د سیمې د اوسېدونکو له قوله لیکلي چې په دې چاودنه کې نه يوازې د پوليسو تاڼه، بلکې نږدې دوکانونه او کورونه هم زيانمن شوي دي. د روغتون د سرچينو په وينا، له چاودنې وروسته څلور ټپيان د درملنې…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-07-16 04:57:10

مهالوېش

  1. Pajhwok

    کوز دیر کې درې پولیس وژل شوي، بنو کې موټربم برید څلور کسان ټپیان کړي

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-16 09:26:09

کوز دیر کې درې پولیس وژل شوي، بنو کې موټربم برید څلور کسان ټپیان کړي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button