کابل (پژواک، ۲۵ چنګاښ ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د میانمار سواحلو کې د دوو کښتیو ډوبېدو له المه د روهینګیا مسلمانانو په ګډون څه باندې ۵۰۰ کسان نادرکه یا مړه شوي، خو د پېښو او قربانیانو کره شمېر لا په رسمي ډول نه دی تایید شوی. رویټرز راپور ورکړی چې د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) نن (پنجشنبه) په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې دغو دوو کښتیو د جون میاشتې په وروستیو کې د میانمار له راخین ایالت څخه حرکت کړی و او ډېری سپرلۍ یې د روهینګیا مسلمانان وو او د بنګلهدېش په کمپونو کې مېشت یو شمېر کډوال هم په کې شامل وو. په اعلامیه کې د لومړنیو معلوماتو له مخې راغلي چې په دغو دوو پېښو کې څه باندې ۵۰۰ کسان نادرکه یا مړه شوي، خو تر اوسه دغه پېښې او د قربانیانو کره شمېر په رسمي ډول نه دي تایید شوي. د راپور له مخې، لومړۍ کښتۍ چې شاوخوا ۲۵۰ سپرلۍ یې لرلې، له حرکت لږ وروسته ورسره اړیکه پرې شوې او دویمه کښتۍ چې شاوخوا ۲۸۰ کسان یې لېږدول، داسې انګېرل کېږي چې د جولای په اتمه د میانمار د ایراوادي ساحلونو ته نږدې ډوبه شوې وي. ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې دغه سفرونه د سمندري تګراتګ له عادي موسم څخه بهر…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Pajhwok
د میانمار سواحلو کې د دوو کښتیو ډوبېدل؛ د لږ تر لږه ۵۰۰ کسانو د مرګ احتمال ښودل شوی
منابع
Afghan sources
د میانمار سواحلو کې د دوو کښتیو ډوبېدل؛ د لږ تر لږه ۵۰۰ کسانو د مرګ احتمال ښودل شوی