د بشري حقونو څار بنسټ ویلي، د پاکستان هوايي بریدونو په افغانستان کې د ملکي تلفاتو او د نړیوال بشرپاله قانون د احتمالي سرغړونو په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي. دغه سازمان له ښکېلو لورو غوښتي چې د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره لازم احتیاطي تدابیر ونیسي او د جګړې نړیوال قوانین مراعات کړي د سرچینو په وینا، ارباب وکیل احمد د هرات ښار د لوېدیځې برخې د باباحاجي سیمې کلونه کلونه ارباب و او د هرات له مشهورو جهادي کورنیو څخه و. ویل کېږي، هغه د پخواني جهادي مشر اسماعیل خان له نږدې کسانو څخه هم و، او دوه وروڼه یې د افغانستان په تېرو جګړو کې وژل شوي وو. د سرچینو د معلوماتو له مخې، ارباب وکیل احمد د ټولنیزو فعالیتونو، د خلکو ترمنځ د شخړو د حل او د سیمهییزو ستونزو د هواري له امله د خلکو ترمنځ پېژندل شوی شخصیت و. سرچینې زیاتوي، د برید پر مهال د هغه زوی هم ورسره ملګری و، خو د هغه د روغتیايي وضعیت په اړه تر اوسه کره معلومات نه دي ترلاسه شوي. طالبانو تر اوسه د دې پېښې په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي او نه یې هم د برید د عاملانو په اړه معلومات خپاره کړي دي. په وروستیو اوونیو کې د افغانستان په لوېدیځو ولایتونو کې د پخواني حکومت د یو شمېر جهادي او پوځي…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
بشري حقونو څار بنسټ: د پاکستان بریدونو په افغانستان کې د ملکي تلفاتو اندېښنې زیاتې کړي
سرچینې
Afghan sources
بشري حقونو څار بنسټ: د پاکستان بریدونو په افغانستان کې د ملکي تلفاتو اندېښنې زیاتې کړي