EnglishHealthافغانستانهرات

بشري حقونو څار بنسټ: د پاکستان بریدونو په افغانستان کې د ملکي تلفاتو… — AF International

DevelopingHealthهرات1 SourcesUpdated: 2026-07-17 01:11:09🎙 Listen to radio

د بشري حقونو څار بنسټ ویلي، د پاکستان هوايي بریدونو په افغانستان کې د ملکي تلفاتو او د نړیوال بشرپاله قانون د احتمالي سرغړونو په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي. دغه سازمان له ښکېلو لورو غوښتي چې د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره لازم احتیاطي تدابیر ونیسي او د جګړې نړیوال قوانین مراعات کړي د سرچینو په وینا، ارباب وکیل احمد د هرات ښار د لوېدیځې برخې د باباحاجي سیمې کلونه کلونه ارباب و او د هرات له مشهورو جهادي کورنیو څخه و. ویل کېږي، هغه د پخواني جهادي مشر اسماعیل خان له نږدې کسانو څخه هم و، او دوه وروڼه یې د افغانستان په تېرو جګړو کې وژل شوي وو. د سرچینو د معلوماتو له مخې، ارباب وکیل احمد د ټولنیزو فعالیتونو، د خلکو ترمنځ د شخړو د حل او د سیمه‌ییزو ستونزو د هواري له امله د خلکو ترمنځ پېژندل شوی شخصیت و. سرچینې زیاتوي، د برید پر مهال د هغه زوی هم ورسره ملګری و، خو د هغه د روغتیايي وضعیت په اړه تر اوسه کره معلومات نه دي ترلاسه شوي. طالبانو تر اوسه د دې پېښې په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي او نه یې هم د برید د عاملانو په اړه معلومات خپاره کړي دي. په وروستیو اوونیو کې د افغانستان په لوېدیځو ولایتونو کې د پخواني حکومت د یو شمېر جهادي او پوځي…

Quick facts

Locationهرات
TopicHealth
Sources1
Updated2026-07-17 01:11:09

Timeline

  1. AF International

    بشري حقونو څار بنسټ: د پاکستان بریدونو په افغانستان کې د ملکي تلفاتو اندېښنې زیاتې کړي

Sources

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-07-16 21:42:25

بشري حقونو څار بنسټ: د پاکستان بریدونو په افغانستان کې د ملکي تلفاتو اندېښنې زیاتې کړي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button