EnglishKabulافغانستانامنیت

امریکا د بهرنیو محصلينو او خبریالانو د استوګنې موده محدودوي — Pajhwok

DevelopingSecurityKabul1 SourcesUpdated: 2026-07-17 04:27:09🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۲۶ چنګاښ ۱۴۰۵): د ډونالډ ټرمپ حکومت نوي مقررات تصویب کړي چې له مخې یې په متحده ایالتونو کې د بهرنیو محصلانو، د کلتوري تبادلې پروګرامونو د ګډونوالو او بهرنیو خبریالانو د استوګنې موده محدودېږي. رویټرز راپور ورکړی چې د امریکا د کورني امنیت وزارت د وروستیو مقرراتو له مخې، د بهرنیو محصلانو لپاره د F ویزې او د کلتوري تبادلې پروګرامونو د ګډونوالو لپاره د J ویزې لرونکو ته به په ډېری مواردو کې تر څلورو کلونو پورې د استوګنې اجازه ورکول کېږي. همدارنګه، د I ویزې لرونکي بهرني خبریالان به په عادي ډول یوازې د ۲۴۰ ورځو لپاره د استوګنې اجازه ولري. رویټرز لیکلي چې د نوو مقرراتو له مخې، د چیني خبریالانو د استوګنې موده ۹۰ ورځو ته محدوده شوې؛ خو د دغو ویزو لرونکي کولای شي د خپلې استوګنې مودې له پای ته رسېدو مخکې د تمدید غوښتنه وکړي. دغه محدودیت د هانګ کانګ او مکاو خبریالان نه رانغاړي. د راپور له مخې، تر دې مخکې بهرني محصلان، د کلتوري تبادلې پروګرامونو ګډونوال او بهرني خبریالان د «د وضعیت د اعتبار مودې» (Duration of Status) په نوم نظام له مخې، تر هغه چې د خپلې ویزې شرایط یې ساتل، له ټاکلې نېټې پرته په امریکا کې پاتې کېدای شول. د راپور پر بنسټ، د امریکا د کورني امنیت وزارت ویلي چې د دغو کسانو…

Quick facts

LocationKabul
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-07-17 04:27:09

Timeline

  1. Pajhwok

    امریکا د بهرنیو محصلينو او خبریالانو د استوګنې موده محدودوي

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-17 08:57:02

امریکا د بهرنیو محصلينو او خبریالانو د استوګنې موده محدودوي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button