Summary: د افغانستان اسلامي امارت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري د زابل والي ملا شېر محمد شریف سره کتلي دي. باختر اطلاعاتي آژانس ته په رارسېدلې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې، زابل کې د پراختیایي کارونو د چټکتیا او يو شمېر نورو موضوعاتو په اړه خبرې وشوې. د زابل والي، د څښاک اوبو د کمښت، د سړکونو اساسي رغونې، ښوونې او روزنې ته ځانګړې پاملرنې او نورو برخو کې فرضي کرښې ته د څېرمه سیمو اوسېدونکو ستونزې هم شريکې کړې او د رسيدنې غوښتنه يې کړې ده. دغه راز د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر، د وزارت د امکاناتو او صلاحیتونو په چوکاټ کې د ستونزو د حل ډاډ ورکړی او ویلي یې دي چې د زابل د اطرافي سیمو له خدمتونو بې برخې خلکو ستونزو ته به جدي پاملرنه او له اړوندو ادارو سره په همغږۍ به لازم اقدامات وشي.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر د زابل له والي سره وکتل
سرچینې
Afghan sources
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر د زابل له والي سره وکتل