Summary: د خوست ولایت د عامې روغتیا ریاست اړوند د روږدو د درملنې ۸۰ بستریز روغتون نوې او معیاري ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. دغه ودانۍ د نړېوال روغتیايي سازمان په مالي ملاتړ د شاوخوا ۶.۵ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې او موخه یې روږدو ناروغانو ته د معیاري او خوندي روغتیايي خدمتونو برابرول دي.د مسوولینو په وینا د دې ودانۍ په فعالېدو سره به روږدي ناروغان د مسلکي روغتیايي پرسونل تر څارنې لاندې د درملنې او بیارغونې غوره خدمات ترلاسه کړي.د خوست د عامې روغتیا رئیس مولوي اختر محمد عکرمه د روږدو کسانو درملنه یو مهم ټولنیز او روغتیايي مسوولیت وباله او زیاته یې کړه، چې نوې ودانۍ به د ناروغانو د ساتنې، درملنې او بیارغونې شرایط لا ښه کړي. همداراز د عامې روغتیا وزارت معین مولوي عبدالولي حقاني وویل، د معیاري روغتیايي زیربناوو جوړول او د درملنې د خدمتونو کیفیت لوړول د وزارت له لومړیتوبونو څخه دي.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
خوست کې د روږدو د درملنې ۸۰ بستریز روغتون نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
سرچینې
Afghan sources
خوست کې د روږدو د درملنې ۸۰ بستریز روغتون نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه