Kabulافغانستانامنیتپښتو

تاشکند په ازبکستان کې د اسلام په تړاو د طالبانو د امر بالمعروف… — Bbc

روان خبرSecurityKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-07-18 08:04:13🎙 راډیو واورئ

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې په ځینو رسنیو کې داسې رپوټونه خپاره شوي وو، چې ګواکې د افغانستان د اوسني حکومت یوه چارواکي د ازبکستان په اړه نیوکې کړې دي. د دې راپورونو له خپرېدو وروسته، په کابل کې د ازبکستان سفارت سملاسي اړینې ارزونې ترسره کړې. ''د روان کال د جولای پر ۱۶مه، زموږ سفارت په کابل کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت لخوا یو رسمي تکذیبي لیک ترلاسه کړ.'' د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت په وینا، په دغه لیک کې ټینګار شوی چې: ''ځینې کړۍ او رسنۍ کله نه کله هڅه کوي چې د دواړو وروڼو هېوادونو ترمنځ د باور فضا او د ښه ګاونډیتوب اړیکو ته زیان ورسوي او د واقعیتونو په تحریف او ناسم تفسیر سره خپلو مغرضانه موخو ته ورسېږي.'' په دغه تکذیبي لیک کې دغه راز راغلي: ''د ورور هېواد ازبکستان په اړه زموږ دریځ روښانه او څرګند دی. دا خاوره د امام بخاري په څېر د اسلامي امت د ډېرو سترو علماوو ټاټوبی دی. د افغانستان او ازبکستان ترمنځ ژورې دیني، تاریخي، کلتوري او ولسي اړیکې شته. موږ دغو اړیکو او ګډو ارزښتونو ته ځانګړی اهمیت ورکوو.'' ''له همدې امله، هغه څرګندونې او خبرې چې په ځینو رسنیو او ټولنیزو شبکو کې په منفي ډول ازبکستان ته منسوبې شوې دي، له واقعیت…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-07-18 08:04:13

مهالوېش

  1. Bbc

    تاشکند په ازبکستان کې د اسلام په تړاو د طالبانو د امر بالمعروف وزیر ته منسوب راپور ناسم وباله – BBC News پښتو

سرچینې

External sources

BbcPS
2026-07-18 03:24:51

تاشکند په ازبکستان کې د اسلام په تړاو د طالبانو د امر بالمعروف وزیر ته منسوب راپور ناسم وباله – BBC News پښتو

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button