Kabulافغانستانامنیتدری

پر روسیې د اوکراین د بې‌پیلوټه الوتکو بریدونو اووه کسان وژلي او ۵۱… — Pajhwok

در حال تکمیلSecurityKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-07-18 10:23:08🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک، ۲۷ چنګاښ ۱۴۰۵): روسي چارواکي وایي، د دغه هېواد پر څو سیمو د اوکراین د بې‌پیلوټه الوتکو په بریدونو کې لږ تر لږه اووه کسان وژل شوي او ۵۱ نور ټپیان دي. اسوشیټډپرېس خبري اژانس نن (شنبه، د چنګاښ ۲۷مه) راپور ورکړی چې د انلاین پلور «وایلدبریس» شرکت دوه لوی ګودامونه د تامبوف سیمې په کوتوفسک ښار او مسکو ته څېرمه په الکتروستال ښار کې د اوکرایني بې‌پیلوټه الوتکو تر بریدونو لاندې راغلي دي. د تامبوف والي یوګني پرویشوف ویلي، په کوتوفسک ښار کې پر ګودام د برید له امله اووه کارکوونکي وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان دي. هغه زیاته کړې چې پر الکتروستال د برید له امله ۲۴ نور کسان هم ټپیان شوي دي. د روسي چارواکو په وینا، د نوګینسک ښار پر یوه نفتي زېرمتون د بې‌پیلوټه الوتکو په برید کې هم دوه کسان ټپیان شوي او اورلګېدنه رامنځته شوې ده. د راپور له مخې له برید وروسته، د احتمالي خطرونو د مخنیوي لپاره د پېښې ځای ته نږدې یو زېږنتون او یوه استوګنیزه ودانۍ تخلیه شوي دي. د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي ویلي، د دغه هېواد ځواکونو د مسکو او تامبوف په سیمو کې دوه «مهم لوژستیکي تاسیسات» په نښه کړي دي. هغه ادعا کړې چې له دغو تاسیساتو څخه د هغو تحریم شویو پرزو د لېږد لپاره کار اخیستل کېده چې د بې‌پیلوټه…

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-07-18 10:23:08

خط زمانی

  1. Pajhwok

    پر روسیې د اوکراین د بې‌پیلوټه الوتکو بریدونو اووه کسان وژلي او ۵۱ نور یې ټپیان کړي

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-18 14:51:22

پر روسیې د اوکراین د بې‌پیلوټه الوتکو بریدونو اووه کسان وژلي او ۵۱ نور یې ټپیان کړي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button