Kabulافغانستانامنیتدری

د جګړې دوام؛ امریکا او ایران پر یو بل د تازه بریدونو خبر… — Pajhwok

در حال تکمیلSecurityKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-07-19 04:52:19🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک، ۲۸ چنګاښ ۱۴۰۵): امریکا وایي، پر ایران د بریدونو په اتمه ورځ یې د دغه هېواد ساحلي څارنیز او هوايي دفاعي تاسیسات، سمندري وړتیاوې او د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو زېرمې په نښه کړې دي. بلخوا، د ایران پوځ وایي چې د امریکا د پوځ د العدیري کمپ د مهماتو زېرمه او د کویټ په علي‌السالم اډه کې یې پاټریوټ او هوايي رادارونه په نښه کړي دي. د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ایران پر ضد یې د بریدونو نوی پړاو د امریکا د ختیځ پر وخت د شنبې د شپې په یوولس‌نیمې بجې ترسره کړی دی. سېنټکام ویلي، د پرله‌پسې بریدونو په اتمه شپه یې د ایران ساحلي څارنیز او هوايي دفاعي تاسیسات، سمندري وړتیاوې او د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو زېرمې په نښه کړې دي. په خبرپاڼه کې راغلي، امریکايي ځواکونو د سپاه پاسداران هغه مرکزونه هم په نښه کړي چې د سېنټکام په وینا، د جولای د ۱۷مې نېټې پر مهال په اردن کې پر امریکايي ځواکونو په بریدونو کې یې رول درلود. سېنټکام زیاته کړې چې په منځني ختیځ کې له ۵۰ زرو ډېر امریکايي سرتېري ځای پر ځای شوي او د بشپړ چمتووالي په حالت کې دي. بلخوا، د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران د پوځ د عامه اړیکو ادارې ویلي چې د…

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-07-19 04:52:19

خط زمانی

  1. Pajhwok

    د جګړې دوام؛ امریکا او ایران پر یو بل د تازه بریدونو خبر ورکړی

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-19 09:18:56

د جګړې دوام؛ امریکا او ایران پر یو بل د تازه بریدونو خبر ورکړی

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button