DiplomacyKabulافغانستانپښتو

امریکا په ګرینلنډ کې دوه نوې پوځي اډې جوړوي — Pajhwok

روان خبرDiplomacyKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-09-22 05:37:04🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، ۳۱ وږی ۱۴۰۵): امریکا غواړي له ډنمارک سره د نوي هوکړه‌لیک په چوکاټ کې، چې ګرینلنډ هم پکې ګډون لري، د ګرینلنډ په سوېل او ختیځ کې دوه پوځي اډې جوړې کړي. د راپورونو پر بنسټ، امریکا او ډنمارک درې ورځې مخکې، د ګرینلنډ په ګډون، په دغه ټاپو کې د واشنګټن د پوځي حضور د پراختیا په اړه یوې هوکړې ته رسېدلي وو. په همدې حال کې، رویټرز نن (سه‌شنبه) د درېیو باخبره سرچینو له قوله راپور ورکړی چې یوه اډه به د ګرینلنډ په سوېل کې په «نارسارسواک» سیمه کې جوړه شي؛ هغه ځای چې امریکا د سړې جګړې پر مهال د «بلوئې وېسټ وان» په نوم پوځي اډه لرله او په ۱۹۵۰مه لسیزه کې یې وتړله. په راپور کې راغلي چې دویمه اډه به د ګرینلنډ په ختیځ کې په «مسترزویګ» سیمه کې جوړه شي. دغو سرچینو رویټرز ته ویلي چې ټاکل شوې ډنمارک، ګرینلنډ او امریکا نن د ملګرو ملتونو د سرمشریزې په څنډه کې په نیویارک کې نوی هوکړه‌لیک لاسلیک کړي. د راپور له مخې، د دغه هوکړه‌لیک متن تر اوسه نه دی خپور شوی او سرچینو ویلي چې جزئیات به یې تر لاسلیک پورې نهايي نه شي. د سپینې ماڼۍ ویاند د دغه هوکړه‌لیک د جزئیاتو په اړه څه نه دي ویلي، خو څرګنده کړې یې ده چې د هوکړه‌لیک لاسلیک د…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعDiplomacy
سرچینې1
تازه شوی2026-09-22 05:37:04

مهالوېش

  1. Pajhwok

    امریکا په ګرینلنډ کې دوه نوې پوځي اډې جوړوي

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-22 10:03:49

امریکا په ګرینلنډ کې دوه نوې پوځي اډې جوړوي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button