Healthافغانستاندریغور

د ریاست الوزراء اداري مرستیال په مشرۍ پلاوي د باګرام زندان د عمومي… — Bakhtar

در حال تکمیلHealthغور1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-07-19 07:57:21🎙 رادیو را بشنوید

Summary: د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشري د تشکیلاتو او معاشونو د تنظیم کمېسيون له غړو متشکل پلاوي پرون د باګرام زندان د عمومي وضعیت ارزولو ترڅنګ له محبوسینو سره لیدنه او خبرې کړې. ارګ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د ارزونې پر مهال، یاد پلاوي د زندان بېلابېلې برخې وکتلې او د محبوسینو عمومي وضعیت، د روغتیايي خدماتو وړاندې کولو طریقه، د خوراکي توکو وېش، د ساتنې شرایط، ستونزو ته رسیده ګي او نورې اړونده چارې یې هم له نږدې ارزولې دي.ښاغلي حنفي له یو شمېر بندیانو سره د خبرو پر مهال د دوی غوښتنې اورېدلې او د زندان مسوولینو ته یې لارښوونه کړې، چې د اسلامي شریعت د احکامو په رڼا کې د محبوسینو حقوق په بشپړه توګه مراعت او د ساتنې شرایطو ښه والي، د روغتیايي خدماتو وړاندې کولو او د لازمو اسانتیاو د تأمین ترڅنګ دې د دوی د ستونزو حل ته لازیاته پاملرنه وکړي.ورته مهال د زندان مسوولینو د محبوسینو د وضعیت، د دوی چارو ته د رسېدنې د بهیر او شویو اقداماتو په اړه لازم معلومات له پلاوي سره شریک کړي او ډاډ یې ورکړی، چې د شته ستونزو د حل او د غوره خدماتو برابرولو لپاره به دوامداره هڅې وکړي.

اطلاعات کوتاه

مکانغور
موضوعHealth
منابع1
به‌روزرسانی2026-07-19 07:57:21

خط زمانی

  1. Bakhtar

    د ریاست الوزراء اداري مرستیال په مشرۍ پلاوي د باګرام زندان د عمومي وضعیت ارزونه کړې ده

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-07-19 07:37:28

د ریاست الوزراء اداري مرستیال په مشرۍ پلاوي د باګرام زندان د عمومي وضعیت ارزونه کړې ده

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button