Economyافغانستاندری

نورستان کی دوه سوه میرمنو ته دحرفوی زده کړو زمینه برابریږی

در حال تکمیلEconomy1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-07-19 13:12:40🎙 رادیو را بشنوید

د نورستان والي ویاندوې له دفتره رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دملګرو ملتونو په مالي او تخنیکي مرسته د دې ولایت اړوند کانتیوا ولسوالۍ دوه سوه اړمنو مېرمنو ته د ګنډلو او په دې پورې اړوند برخوکې د حرفوي زد کړو زمینه برابریږي. په خبر پاڼه کې راغلي ،چې دغو مېرمنو ته به دزده کړو په پای کې کاري وسایل هم ورکول شي ،چې پر مټ به یې دوې کار په بازار کې په کار کولو سره د خپلو کورنیو اقتصادي ستونزو په هوارولو کې مرسته کوي. دنورستان والي ویاندوې دفتر په خبر پاڼه کې راغلي چې دکانتیوا ولسوال مولوي محمد یوسف سیاف مرستندویه ادارۍ ته ددې اغیزناکې پروژې په ښه پلې کیدو کې د ولایتي ادارې په استازیوب دهمکارۍ ډاډ ورکړی . هغه ویلي چې دا ډول پروژې چې دنورستان خلک ترې په تیرو دوه لسیزوکې لرې اوبې برخې پاتې شوي د کورني اقتصاد پیاوړتیا لپاره خورا اغیزناکې دي.

اطلاعات کوتاه

موضوعEconomy
منابع1
به‌روزرسانی2026-07-19 13:12:40

خط زمانی

  1. Parstoday

    نورستان کی دوه سوه میرمنو ته دحرفوی زده کړو زمینه برابریږی

منابع

External sources

ParstodayPS
2026-07-19 13:01:10

نورستان کی دوه سوه میرمنو ته دحرفوی زده کړو زمینه برابریږی

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button