Summary: د خوست ولایت د امنیې قوماندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت د روانو عملیاتو په ترڅ کې لسګونه تنه په نشه يي توکو روږدي کسان راټول او د درملنې په موخه یې اړوندو روغتیايي مرکزونو ته لېږدولي دي. د یادې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول باختر اطلاعاتي اژانس ته ویلي، چې راټول کړل شوي روږدي کسان له لومړنۍ ارزونې وروسته د درملنې او بیارغونې لپاره ځانګړو مرکزونو ته معرفي شوي، څو له بشپړې درملنې وروسته خپلو کورنیو ته وروګرځول شي.د نوموړي په وینا، د نشه يي توکو د پېر، پلور او قاچاق پر وړاندې د مبارزې په برخه کې هم عملیات روان دي او له سرغړوونکو سره به د نافذه قوانینو له مخې قانوني چلند وشي.د مسوولینو په خبره، د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې، د روږدو کسانو د راټولولو او درملنې بهیر به دوام ولري، څو سالمه او له نشه يي توکو پاکه ټولنه رامنځته شي.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
خوست کې لسګونه تنه په نشه يي توکو روږدي کسان د درملنې په موخه راټول کړل شول
منابع
Afghan sources
خوست کې لسګونه تنه په نشه يي توکو روږدي کسان د درملنې په موخه راټول کړل شول