د بښنې نړیوالې ټولنې تازه څېړنه ښيي: د پاکستان هوايي برید، چې د مارچ پر شپاړلسمه په کابل کې د روږدو د درملنې پر مرکز«امید روغتون» ترسره شوی؛ « له نړیوال بشردوستانه قانون څرګنده سرغړونه» ده او ښايي د جنګي جنایت بېلګه وبلل شي. یادې ټولنې ویلي؛ د دوی څېړنو داسې هیڅ شواهد نهدي موندلي، چې ګواکې دغه مرکز پوځي کارونې ته ځانګړی شوی و او یا په کې وسلې او مهمات ساتل کېدل. د بښنې نړیوالې ټولنې د څرګندونو له مخې، د پاکستان دغه هوایي برید د نړیوال بشردوستانه قانون بنسټیز اصول؛ پر ځانګړي توګه د روغتیايي مرکزونو خوندیتوب او د پوځي موخو او ملکي وګړو ترمنځ د تفکیک اصل، تر پښو لاندې کړی دی. د بښنې نړیوالې ټولنې د سویلي آسیا د برخې سرپرستې ایزابیل لاسي ویلي، پر «امید روغتون» برید« له نړیوال بشردوستانه قانون څرګنده سرغړونه» ده او ښايي د جنګي جنایت بېلګه وبلل شي. هغې له پاکستان څخه غوښتي، چې د دغه مرکز د پر نښه کولو د پرېکړې بهیر په اړه روڼ، خپلواکه او بې پرې څېړنه ترسره کړي او پایلې یې له خلکو سره شریکې کړي. د دغې ټولنې د موندنو له مخې؛ برید داسې مهال ترسره شوی، چې «امید روغتون» له یوې لسیزې ډېر وخت د درملنې یو روغتیايي مرکز پېژندل کېده او د برید پر مهال هم تر زر ډېر ناروغان په…
Quick facts
Timeline
-
Ariananews
Afghanistan News Today – Breaking News, Politics, Sports & Live Updates | Ariana News
Sources
Afghan sources
Afghanistan News Today – Breaking News, Politics, Sports & Live Updates | Ariana News