Kabulافغانستانامنیتپښتو

په جرمني کې مېشتو افغانانو د طالبانو له لوري پر ښځو د لګېدلو… — AF International

روان خبرSecurityKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-07-20 01:30:05🎙 راډیو واورئ

په جرمني کې مېشتو یو شمېر افغانانو د هامبورګ ښار په یوه اعتراضي غونډه کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو پر محدودیتونو او د نړیوالې ټولنې پر چوپتیا اعتراض وکړ. ګډونوالو د افغانستان ملي بیرغونه له ځانونو سره لېږدول او د «زده‌کړه، کار او ازادي» شعارونه یې ورکول. د طالبانو د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د یو شمېر ملي او نړیوالو بنسټونو، موسسو او د معلولیت لرونکو وګړو د ملاتړ کوونکو سازمانونو په ګډون، د معلولیت لرونکو د زده‌کړو د ملاتړ نړیواله غونډه د یکشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۸مه) په کابل کې جوړه کړه. طالبانو د دغې غونډې موخه د معلولیت لرونکو لپاره د زده‌کړو د فرصتونو پراخول، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د کیفیت لوړول او د یاد قشر د پیاوړتیا لپاره د اغېزناکو لارو چارو ارزونه او د ګډو همکاریو پیاوړتیا بللې ده. د طالبانو د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د یکشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۸مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغې ادارې مرستیال غلام سعید احساس په دې غونډه کې وویل، چې د ټولنې پرمختګ، وده او پر ځان بسیا کېدل د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو له لارې شوني دي او د ټولنې د ټولو قشرونو، په ځانګړي ډول د معلولو لپاره د زده‌کړو د زمینې برابرول د دې ادارې له اساسي لومړیتوبونو څخه دي. په…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-07-20 01:30:05

مهالوېش

  1. AF International

    په جرمني کې مېشتو افغانانو د طالبانو له لوري پر ښځو د لګېدلو محدودیتونو پر ضد لاریون کړی

سرچینې

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-07-19 23:15:49

په جرمني کې مېشتو افغانانو د طالبانو له لوري پر ښځو د لګېدلو محدودیتونو پر ضد لاریون کړی

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button