کابل (پژواک، ۲۹ چنګاښ ۱۴۰۵): د پیرو چارواکي وایي چې د دغه هېواد د انډیز غرنۍ سیمه کې د ۵.۵ درجې زلزلې له امله لږ تر لږه شپږ کسان مړه، څه باندې ۳۰ ټپیان او ۳۰۰ نور بېځایه شوي دي. اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس راپور ورکړی چې دغه زلزله د شنبې په شپه نهه بجې او ۲۴ دقیقې شوې ده. د زلزلې مرکز د هوانکایو ولایت د سیکایا ښار سوېللوېدیځ ته په دوه کیلومترۍ او ژوروالی یې د ځمکې لاندې په ۱۰ کیلومترۍ کې و. د پیرو د ملکي دفاع ملي انسټیټیوټ ویلي چې د ورک شوو کسانو کره شمېر لا هم نه دی معلوم. د دې زلزلې له امله ګڼې ودانۍ نړېدلې یا سختې زیانمنې شوې دي. د راپور له مخې، په چونګوس باخو سیمه کې د «سانټیاګو دې لېون» تاریخي کلیسا او صومعه هم زیانمنه شوې ده. دغه تاریخي ودانۍ په ۱۵۶۵ میلادي کال کې جوړه شوې او د پیرو د ملي میراث په توګه ثبت شوې ده. د ملکي دفاع د سیمهییزې ادارې مشر لوئیس واسکز ویلي، په دې غرنۍ سیمه کې د کورونو په جوړولو کې د خامو خښتو او لومړنیو ساختماني موادو کارونې د مرګژوبلې او مالي زیانونو کچه لوړه کړې ده. پیرو د «ارام سمندر د اور کړۍ» په نوم سیمه کې موقعیت لري چې زلزلې پکې په مکرر ډول رامنځته کېږي. په ۲۰۰۷…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Pajhwok
پیرو کې د زلزلې له امله شپږ کسان مړه او ۳۰ نور ټپیان شوي