پارون (پژواک، ۲۹ چنګاښ ۱۴۰۵): د پېښو پر وړاندې د مبارزې د چمتووالي ملي اداره وایي، د نورستان په مرکز پارون کې د وروستیو سېلابونو له امله د لومړنیو معلوماتو له مخې ۲۰ کسان مړه، له ۸۰ ډېر ټپیان او تر ۱۰۰ ډېر نور نادرکه دي. د یادې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي چې دا شمېرې لومړنۍ دي او د ژغورنې ډلې لا هم په سیمه کې پر کار بوختې دي. دغې ادارې زیاته کړې، د سروې او ارزونې بهیر له بشپړېدو وروسته به کره معلومات له رسنیو سره شریک شي او ښايي په یادو شمېرو کې بدلون راشي. دغه سېلابونه نن له غرمې وروسته راوتلي او مالي زیانونه یې هم اړولي دي. شینواری
Quick facts
Locationغور
TopicNews
Sources1
Updated2026-07-20 16:22:28
Timeline
-
Pajhwok
د نورستان د پارون سېلابونو کې ۲۰ کسان مړه او له ۱۰۰ ډېر نادرکه دي
Sources
Afghan sources
PajhwokPS
2026-07-20 20:52:03
د نورستان د پارون سېلابونو کې ۲۰ کسان مړه او له ۱۰۰ ډېر نادرکه دي