Summary: د جوزجان په مرکز شبرغان او اقچې ولسوالۍ کې د شاوخوا ۹ میلیونه افغانیو په لګښت د پوهنې په برخه کې د څلورو پراختیايي پروژو چارې پیل شوې. د جوزجان د پوهنې رئیس مولوي لعل جان راشد وویل، چې یادې پروژې د یوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ پلې کېږي.د نوموړي په وینا، په دغو پروژو کې د درسي ټولګیو جوړول او بیارغول، د احاطوي دېوالونو جوړول، د لمریزې برېښنا سیسټم، د ماشومانو لوبغالي جوړول او د ښوونځیو د تاسیساتو بیارغونه شامله ده.هغه زیاته کړه، چې د دغو پروژو په بشپړېدو سره به له ۱۵۰۰ څخه ډېر زدهکوونکي له غوره ښوونیزو اسانتیاوو برخمن شي.ورته مهال ځايي مسوولینو د پوهنې په برخه کې پانګونه د هېواد برخلیک سره تړلې موضوع وبلله او له همکارو بنسټونو یې وغوښتل چې همکاري پراخه کړي.د سیمې اوسېدونکو د دغو پروژو له پیل څخه هرکلی وکړ او دا یې د ښوونځیو د بنسټیزو ستونزو د هواري او د ښوونیزو شرایطو د ښه کېدو لپاره مهم ګام وباله.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
جوزجان کې د څلورو پروژو چارې پيل شوې