Summary: د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، چې د سه شنبې په ورځ د افغان مهاجرینو ۵۵۰ کورنۍ له پاکستان او ایران څخه هېواد ته راستنې شوې دي. د یاد کمېسیون دارالانشاء د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي، چې د چنګاښ په ۳۰مه نېټه د ننګرهار ولایت د تورخم له لارې ۴۵۸ کورنۍ، د کندهار ولایت د سپین بولدک له لارې ۳۵ کورنۍ، د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې ۳۷ کورنۍ او د هرات ولایت د اسلام کلا له لارې ۲۰ کورنۍ افغان مهاجرین خپل هېواد ته راستانه شوي دي.د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې؛ وړمه ورځ همدارنګه په تورخم کې له ۵۸۹ کورنیو، سپین بولدک کې له ۳۶ کورنۍو، نیمروز کې له ۲ کورنیو، هرات کې له ۲۰ کورنیو او کابل کې له ۷۴ کورنیو سره مرسته هم شوې ده.د مهاجرینو ستونزو د رسېدنې عالي کمېسیون په خبرپاڼه کې همدارنګه څرګنده شوې، چې په یاده نېټه ټولټال ۲۹۶۴ مهاجرين او د نیمروز له لارې ۶۹۲ مساپر خپل هېواد ته راستانه شوي دي.راستنو شویو کورنیو ته د دغه کمېسیون د اطلاعاتو او عامه پوهاوي هیئت له لوري د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی دی او ټول ټال ورته ۴۶۱ سیمکارتونه هم وېشل شوي دي.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
پرون د افغان مهاجرینو ۵۵۰ کورنۍ خپل هېواد ته راستنې شوې دي