DiplomacyEnglishافغانستانفراه

بالابلوک کې د کاریزونو وچېدو خلک د اوبو له سخت کمښت سره مخ… — Amu TV

DevelopingDiplomacyفراه1 SourcesUpdated: 2026-07-23 08:13:17🎙 Listen to radio

د فراه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وایي چې د ځمکې لاندې اوبو بې‌سارې ټیټېدو او د کاریزونو او چینو وچېدو له امله د څښاک د اوبو له سخت کمښت سره مخ دي. د دوی په وینا، ډېری کورنۍ مجبورې دي ساعتونه په قطار کې ودرېږي څو د تندې خړوبولو لپاره یوازې لږ مقدار اوبه ترلاسه کړي. د فراه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ د «ده‌نو» کلي اوسېدونکي وایي چې د اوبو کچې راټیټېدو د دوی ورځنی ژوند له جدي ستونزو سره مخ کړی دی. عبدالحلیم چې د بالابلوک اوسېدونکی دی وايي: «اوبه شته، خو دومره نه دي چې زموږ ټولې اړتیاوې پوره کړي. زموږ په سیمه کې یوازې د اوبو یوه نلکه شته، خو په لسګونو کورنۍ د اوبو ترلاسه کولو ته په تمه ولاړې وي. سولرونه هم کم دي او موږ نه شو کولای په کافي اندازه اوبه ترلاسه کړو.» ورته مهال د بالابلوک ولسوالۍ دوه نور اوسېدونکي وایي، د ځمکې لاندې اوبو د بې‌سارې کمېدو ترڅنګ، هغه کاریزونه او چینې چې په تېر کې د دې ولسوالۍ د اوبو مهمې سرچینې وې، اوس په بشپړ ډول وچې شوې دي. غلام فاروق د بالابلوک بلاوسېدونکی وايي: «موږ اوبه نه لرو، چینې وچې شوې، سیندونه وچ شوي او کاریزونه له منځه تللي دي. زموږ په سیمه کې وچکالي خورا سخته شوې او د اوبو هیڅ سرچینه نه ده…

Quick facts

Locationفراه
TopicDiplomacy
Sources1
Updated2026-07-23 08:13:17

Timeline

  1. Amu TV

    بالابلوک کې د کاریزونو وچېدو خلک د اوبو له سخت کمښت سره مخ کړي | آمو ټلویزیون

Sources

Afghan sources

Amu TVPS
2026-07-23 08:10:26

بالابلوک کې د کاریزونو وچېدو خلک د اوبو له سخت کمښت سره مخ کړي | آمو ټلویزیون

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button