غزني ښار (پژواک، ۱ د زمري ۱۴۰۵): د غزني په مرکز کې د «سلطان محمود غزنوي» په نوم د کرکټ شلاوریزې سیالۍ د لسو لوبډلو ترمنځ پیل شوې او شاوخوا شل ورځې به دوام وکړي. په غزني ولایت کې د کرکټ امر عبدالودود پکتیال وایي چې په دغو سیالیو کې د غزني ښار او بېلابېلو ولسوالیو لس لوبډلې برخه لري او د راتلونکو شلو ورځو په ترڅ کې به د اتلولۍ د خپلولو لپاره له یو بل سره سیالۍ وکړي. پکتیال زیاتوي چې د دغو سیالیو موخه یوازې د اتلولۍ ګټل نه، بلکې د کرکټ وده، د ځوانو لوبغاړو روزنه او د نوو استعدادونو موندل دي. هغه زیاته کړه: «هڅه کوو د داسې سیالیو په دوام سره ځوانانو ته د سیالۍ مناسب فرصت برابر شي، ترڅو خپل استعدادونه وښيي او راتلونکې کې د لوړې کچې سیالیو ته چمتو شي.» ده له ټولو لوبډلو وغوښتل چې د سپورټي اخلاقو، ورورولۍ او سالمې سیالۍ اصول مراعات کړي. لوبغاړي او مینهوال: دغه سیالۍ د ځوانو استعدادونو د ودې ښه فرصت دی د «غزنوي اتلانو» لوبډلې لوبغاړي احمدالله وویل، د دغو سیالیو ترسره کېدل د ځوانو کرکټ لوبغاړو لپاره یو ښه فرصت دی چې خپله وړتیا ثابته کړي او پرمختګ وکړي. د «اندړو ستورو» لوبډلې لوبغاړي نعمت الله هم وویل، دا ډول سیالۍ د لوبغاړو تجربه زیاتوي او د غزني د کرکټ د پرمختګ…
Quick facts
Timeline
-
Pajhwok
په غزني کې د کرکټ شلاوریزې سیالۍ پیل شوې